د قطر لومړي وزیر د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره کتلي
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د افغانستان په وروستیو تحولاتو خبرې شوې او د افغانانو ملاتړ لارې چارې ارزول شوې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې ښاغلي جاسم آل ثاني ویلي، قطر د افغانستان خلکو ټولو قشرونو، امنیت، ټیکاو او باعزته ژوند څخه ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر تللی، چې قطري چارواکو سره به په ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې اترې ولري.