د قطر لومړی وزیر: د قطر او افغانستان سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه ده
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره کتنه کې د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ بللی دی.
ښاغلي متقي دې کتنه کې وړاندیز کړی، چې قطر دې په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو پر لارو چارو دې کار وکړي.
بلخوا د قطر لومړي وزیر ویلي، چې د قطر او افغانستان سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه ده او باید د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور منظمې اړیکې ولري.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمهییزو چارو خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او قطر یادو لوړ پوړو چارواکو دا کتنه د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کړې ده، چې افغان وزیر د دوحې د رسمي بلنې مېلمه دی.