د حج فریضې د ادا کولو لپاره له افغانستان لومړنۍ الوتنه

د حج فریضې د ادا کولو لپاره  له افغانستان لومړنۍ الوتنه اسلام او کلتور

د حج د مبارکې فریضې د ادا کولو په موخه نن شپه له کابل څخه لومړنۍ ډله افغانان د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکه کې سعودي عربستان ته سفر کوي.

په دې اړه مراسمو کې د حریت راډيو خبریال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلینو له قوله وايي، چې دا لومړنۍ ډله افغانان چې ۲۳۰ تنه دي نن شپه به په ۱۱ بجې مدینې منورې ته سفر پیل کړي.

د یاد وزارت مسؤلین زیاتوي، چې سږکال به ٣٠ زره افغانان د حج مراسمو ترسره کولو په موخه د یوې میاشتې او دوو ورځو موده کې د ٩٧ الوتنو په وسیله حرمین شریفین ته لاړ شي، چې ۶۵۲ ښوونکي او ٣٠٠ تنه خدمه به هم ورسره وي.

د یادونې وړ ده، چې دا د حج فریضې ادا کولو سږني کال کاروان لومړنۍ ډله ده، چې د افغانستان له خاورې سعودي عربستان ته سفر کوي.

تړلي موضوعات