هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوې
د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویلي، د حج مناسکو تر بشپړېدو وروسته نن چهارشنبه هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوه.
یاد وزارت ویلي، د افغان حاجیانو لومړنی پرواز د سعودي عربستان جدې ښار له نړېوال هوایي ډګره د کابل پر لور ترسره شو.
د معلوماتو له مخې افغان حاجیان د طواف الوداع تر اداء کولو وروسته له مکې مکرمې جدې ته انتقالیږي او له هغه ځایه به د ترتیب شوي پلان له په اساس په منظم ډول هېواد ته راستنیږي.
د یادونې ده، چې سږ کال ۳۰ افغان حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.