امریکا کې د کښتیو د ټکر له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې تفریحي او مسافر وړونکې کښتیو د ټکر په مهال یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.
سي اېن اېن امریکايي ټلوېزیون وايي، پېښه د یاد ایالت په کلیرواټر ښار کې د یکشنبې ماښام ناوخته رامنځته شوې.
راپور کې راغلي، چې تفریحي کښتۍ کې شپږ او مسافرو وړونکې کې ۴۵ تنه سپرلۍ وه او د پېښې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
سرچینه وايي، پېښه د تفریحي کښتۍ د زیات سرعت له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو رسنیو ته ویلي، چې وژل شوی کس د یاد ایالت د پالم هاربر اوسېدونکی دی او زیاته کړې یې ده، چې ۴۱ کاله عمر لري.
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وروستیو کې طبیعي، ترافیکي او وسلوالې پېښې ډېرې شوې دي، چې مالي زیانونو تر څنګ درنه مرګ ژوبله ځان سره لري.