بهرنیو چارو کې د قطر د دولت رئیس: د کابل او دوحې ترمنځ دې د منظمو تماسونو میکانیزم رامنځته شي

بهرنیو چارو کې د قطر د دولت رئیس: د کابل او دوحې ترمنځ دې د منظمو تماسونو میکانیزم رامنځته شي سیاست
بهرنیو چارو کې د قطر د دولت رئیس سره د مولوي امیرخان متقي کتنه

بهرنیو چارو کې د قطر د دولت رئیس محمد بن عبدالعزیز الخلفي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې په کلتوري، روغتیایي، ورزشي او کارګرو لېږد برخو کې افغانستان سره د مرستو چمتووالی ښودلی.

ښاغلي الخلفي دې کتنه کې ویلي، د چارو ښه تعقیب لپاره دې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ منظمو تماسونو میکانیزم رامنځته شي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي قطر سره د افغانستان اړیکې مثبتې بللې او نږدې راتلونکې يې د دواړو هېوادونو د ديپلوماټیکو اړیکو کچې لوړېدو هیله ښودلې.

دې کتنه کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو، بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ افغان پلاوی د قطر په رسمي بلنه دوحې ته تللی دی، چې تېره ورځ یې د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره هم کتلي وو.

تړلي موضوعات