سویډن کې وسلوال برید؛ درې کسان وژل شوي
د سویډن امنیتي چارواکي وايي، پرون سه شنبه د دغه هېواد اوپسالا ښار اړوند واکسالا سیمه کې وسلوال برید په مهال درې تنه وژل شوي.
رویټرز خبري اژانس ته د یاد هېواد امنیتي سرچینو ویلي، تر اوسه لا د پېښې لامل او بریدګر په اړه هېڅ معلومات نه لري خو زیاتوي، چې په اړه یې تحقیقات روان دي.
راپور کې راغلي، چې د وژل شویو د هویت په اړه پولیسو وضاحت نه دی ورکړی خو چارواکو ویلي، چې له پولیسو سره په اړیکه کې دي او له معلوماتو وروسته به د پېښې جزیات رسنیز کړي.
اژانس وايي، پېښه د سویډن هېواد پلازمېنې ته په ۶۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
یاده دې وي، چې تېره فبروري میاشت کې د سویډن په اورېبرو ښار کې د لویانو پر یوه ښوونځي وسلوال برید کې هم ۱۰ تنه وژل شوي وو.