یو نړېوال ګرځندوی له ۲۶ کلونو پلي مزل وروسته استانبول ته رسېدلی
د انګلستان یو نړېوال ګرځندوی چې نوم یې کارل بوشبي یاد شوی ۲۶ کلونو کې یې شاوخوا ۵۰ زره کیلومتره پلی مزل کړی او تازه د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.
د ترکیې انادولو اژانس دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي، نوموړی ۲۶ کاله وړاندې په دې موخه چې ثابته کړي له یوې وچې بلې ته سفر په پښو سره ترسره کېدای شي، حرکت کړی دی.
بوشبي دغه مزل په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې پرته له کومې نقلیه وسیلې پیل کړی او د څلورو کلونو په تېرېدو سره شمالي امریکا ته رسېدلی او له هغې وروسته، مکزیک، کاناډا او بیا په ۲۰۰۶ کال کې روسیې ته رسېدلی.
راپور کې زیاته شوې، چې نوموړی له مغلوستان او اسیا له مرکزي هېوادونو د خزر سیند ته رسېدلی او له دې سیند څخه د لامبو وهلو په مټ تېر شوی.
سرچینه وايي، ۵۶ کلن بوشبي د یاد سیند له تېرېدو وروسته لومړی ګرجستان او بیا ترکیې ته رسېدلی او زیاته کړې ده، چې نوموړی نیت لري شاوخوا ۳۰ زره کیلو متره نور پلی مزل وکړي او د فرانسې له لارې خپل هېواد ته ولاړ شي.
نوموړي له انادولو اژانس سره په خبرو کې ویلي، په تېرو ۲۶ کلونو کې له جګړه ییزو سیمو تېر او د مزل په مهال له ناروغیو او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی.
نوموړی زیاتوي، هېوادونو ته له رسېدو سره یې خلکو مالي ملاتړ کړی او خپل مزل ته یې ادامه ورکړې چې دا مهال د ۲۶ کلونو پلي مزل په تېرېدو سره استانبول ته رسېدلی.