قاهره کې د غزې اوربند هڅې؛ مصریانو د پرمختګ پخلی کړی دی

قاهره کې د غزې اوربند هڅې؛ مصریانو د پرمختګ پخلی کړی دی نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس ته له مصر څخه دوو سرچینو تائید کړې، چې د غزې اوربند په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

اژانس وايي، د دغه پرمختګ برخه کې ښکېلو خواوو نظر نه دی ورکړی خو زیاته کړې یې ده، چې په تړاو یې د منځګړو له لوري هڅې روانې دي.

یاد اژانس غزه کې د حماس جهادي غورځنګ په حواله ویلي، دغه غورځنګ د اوږدمهاله اوربند لپاره چمتو دی خو پر ځمکه د وسلو کېښودلو ته نه دي حاضر.

رویټرز په یوه جلا راپور کې لیکلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د سې شنبې په ورځ له هېوادونو غوښتي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ یو نه بدلېدونکی اقدام ترسره کړي.

یاده دې وي، چې اسرائیلو د اوربند له ماتېدو وروسته پر غزې یو ځل بیا وحشیانه بمبارۍ پیل کړې چې په مهال یې زرګونه عام فلسطیني وګړي شهیدان او ټپیان شول.

تړلي موضوعات