اسرائیل وارخطا دي مرستې غواړي؛ ځنګلي اورلګېدنه په پراخېدو ده
فاکس نیوز خپور کړي راپور کې ویلي، د اشغال شوي فلسطین بیت المقدس ته څېرمه لګېدلی اور په پراخېدو دی او اسرائیلو له نړېوالې ټولنې د مهار برخه کې مرسته غوښتې.
خبر کې راغلي، اور پرون چهارشنبه په یوه ځنګل کې لګېدلی او د قوي بادونو له امله په چټکۍ سره خپور شوی او ګڼ اسرائیل د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ اسرائیلي سیمې تخلیه شوې او هغه لویه لاره چې بیت المقدس له تل ابیب سره نښلوي تړل شوې.
راپور کې د اسرائیلي رسنیو په حواله راغلي، چې د اور وژنې ۱۶۳ ډلې او ۱۲ الوتکې د اور د مهار په برخه کې کار کوي او تر دې دمه ۱۳ کسان ټپیان شوي.
سرچینې اسرائیلو کې د یهودي ټولنې د معلوماتو په حواله لیکلي، تر اوسه شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه د اور لګېدنې له امله سوځېدلې ده.
عربي رسنیو اسرائیلو کې د سرچینو په حواله ویلي، چې د بیت المقدس په لویدیځ کې لګېدلی اور د مهار هڅې نه دي بریالۍ شوې او اشغالګرو له اروپايي هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې.
یاده دې وي، د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاټز د اور وژونکو د ملاتړ لپاره د سرتېرو د ځای پر ځای کېدو امر کړی او وضعیت یې بېړنی بللی.