د بهرنیو چارو وزیر د حماس جهادي غورځنګ د رهبري شورا غړو سره کتلي

د بهرنیو چارو وزیر د حماس جهادي غورځنګ د رهبري شورا غړو سره کتلي سیاست
د حماس جهادي غورځنګ رهبري شورا غړو سره د مولوي امیرخان متقي کتنه

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي قطر ته د خپل سفر پر مهال د حماس جهادي غورځنګ د رهبرۍ شورا مشر اسماعیل دورېش او نورو مشرانو سره کتلي.

مولوي امیرخان متقي د غزې غمیزې شهیدانو ته د دعا ترڅنګ د هغوۍ مبازره او ثبات ستایلی او غزه کې د اشغالګر اسرائیلي رژیم نسل وژنه او ډله ییزه لوږه او غیري انساني چلند یې غندلی دی.

ښاغلي متقي دې کتنه کې د فلسطیني مسلمان ولس د مشروع مبازرې ملاتړ کړی او د بریا هیله ښودلې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر داسې مهال قطر کې د حماس جهادي غورڅنګ مشرانو سره کتلي، چې دا مهال غزه کې اشغالګر رژیم له لوري د نسل وژنې سربېره پر حماس د فشار راوړلو په موخه اشغالګرو پر غزې هر ډول خوراکي توکي بند کړي، څو د ډله ییزې لوږې له لارې حماس تسلیم کړي.

تړلي موضوعات