ټرمپ د امریکا له استخباراتي ادارو د ۱۲۰۰ کسانو د ګوښه کېدو پلان لري

ټرمپ د امریکا له استخباراتي ادارو د ۱۲۰۰ کسانو د ګوښه کېدو پلان لري نړۍ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، چې د دغه هېواد له سي آی اې او نورو استخباراتي ادارو څخه ۱۲۰۰ کارکوونکي ګوښه کړي.

الجزیرې انګلېسي څانګې د خپلو سرچینو په حواله دغه خبر خپور کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه کمښت به د څو کلونو په اوږدو کې ترسره شي.

دا د ټرمپ له لوري د امریکا مهمو حکومتي ادارو کې د کمښت هڅو یوه برخه ده.

راپور کې راغلي، چې په تېره مارچ میاشت کې د امریکا مرکزي استخباراتو (CIA) د یوې اعلامیې له مخې ویلي و، چې د ټرمپ پالیسۍ له مخې به زرګونه هغه استخباراتي افسران له دندې ګوښه کړي چې د استخباراتي کار لپاره وړ نه ګڼل کیږي.

ټرمپ له بیا واکمنېدو سره په امریکا کې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کاري ځواک په کمولو ټینګار لري او په مهال یې د ګڼو مهمو ادارو دروازې وتړلې. 

یاده دې وي، چې د ټرمپ وروستيو اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه ترسره شوي او څه موده وړاندې پخوانیو دوو ولسمشرانو د نیوکو پر مهال ویلي و، چې د حکومت چلند ویجاړونکی او دښمنۍ ته یې مخه کړې ده.

تړلي موضوعات