یونان کې چاودنه؛ د یوې ښځې وژل کېدو تر څنګ هټۍ او موټرې زیانمنې شوې

یونان کې چاودنه؛ د یوې ښځې وژل کېدو تر څنګ هټۍ او موټرې زیانمنې شوې نړۍ
یونان د چاودنې له کبله اوښتي زیانونه

رويټرز خبري اژانس د خبر په بنسټ، د یونان په شمالي ښار تیسالونیکي کې چاودنه شوې او له امله یې یوه ښځه وژل شوې ده.

اژانس ته د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، داسې ښکاري چې وژل شوې ښځې چاودېدونکي توکي لېږدول او پلان یې درلود، چې د بانک په ATM کې یې ځای پر ځای کړي.

امنیتي چارواکو ویلي، پېښه نن شنبه په سیمه ییز وخت مخکې له غرمې رامنځته شوې او زیاته کړې ده، چې د پېښې په اړه نورې څېړنې دوام لري.

رسنیو ویلي، وژل شوې ښځه د ۳۸ کلونو عمر لري او د دغه بم چاودنې له امله ډېری دوکانونه او موټر زیانمن شوي دي.

تړلي موضوعات