غزه کې روغتیايي توکي د یوې اونۍ لپاره هم کافي نه دي

غزه کې روغتیايي توکي د یوې اونۍ لپاره هم کافي نه دي نړۍ
غزه کې د جګړو له کبله روغتونونو کې روغتیایي توکي مخ په خلاصېدو دي

وروسته له هغې چې غزه کې د جانان صالح الثقافي په نوم پېژندل شوې نجلۍ د غزې په رنتیسي روغتون کې د خوراکي توکو کمښت له امله مړه شوه په مهال یې هلته روغتیاپالانو د طبي توکو پر سخت کمښت اندېښنه څرګنده کړې.

الجزیرې انګلېسي څانګې لیکلي، دا پېښه د اسرائیلو له خوا د څه باندې دوه میاشتنۍ کلابندۍ وروسته رامنځ ته شوې او په دغه تړانګه کې د خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۵۷ تنو ته لوړ شو.

غزه کې د رسنیو دفتر ویلي، د خوارځواکۍ له امله د ۵۷ کسانو لویه برخه ماشومان او عمر خوړلي دي او زیاته کړې یې ده، چې له ۶۳ ورځو راهیسې غزه د اشغالګرو اسرائیلو لخوا کلابنده شوې.

راپور کې د کوېټ په نوم روغتون مشر صهیب الهمص په حواله راغلي، غزه کې د روغتیايي سکټور ۷۵ سلنه اړینو درملو له کمښت سره مخ دی او دا هغه درمل دي چې د ژوند ژغورلو لپاره مهم دي.

الهمص زیاته کړې، چې دغه تړانګه کې طبي خدماتو ته دوام ورکول له ګواښ سره مخ دی او شته طبي توکي د یوې اونۍ لپاره هم بسنه نه کوي.

نوموړي خبرداري کې ویلي، که دا وضعیت دوام ومومي نو طبي خدمتونه به په ټپه ودرېږي.

تړلي موضوعات