غزه کې انساني فاجعه؛ ۶۰زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
نړېوالو بنسټونو خبر ورکړی، چې د غزې محاصرې او بشردوستانه مرستو ته د خلکو نه لاسرسي له کبله شاوخوا ۶۰ زره فلسطیني ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي.
په فلسطین کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» ویلي، چې دا مهال ۹۶سلنه ښځې او ماشومان د لومړنيو غذایي توکو ته لاسرسی نه لري.
دې سازمان له ټولو خواوو غوښتي، چې غزې ته د بشردوستانه مرستو رسېدو برخه کې بېړني اقدام وکړي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې غزه کې د جانان صالح الثقافي په نوم پېژندل شوې نجلۍ د غزې په رنتیسي روغتون کې د خوراکي توکو کمښت له امله مړه شوه.
د دې نجلۍ په مړیني سره غزې تړانګه کې د لوږي له کبله د قربانیانو شمېر ۵۷تنو ته ورسېد.
د یادونې ده، چې له تېرو دوو میاشتو را هیسې د اشغالګر رژیم له لوري د بشري مرستو رسولو ۵زره لارۍ درول شوې دي.