امریکا کې د لوېدلې الوتکې له امله کورونه سخت زیانمن او یو تن وژل شوی

امریکا کې د لوېدلې الوتکې له امله کورونه سخت زیانمن او یو تن وژل شوی نړۍ
امریکا کې نسکوره شوې الوتکه

د امریکا په کالیفورنیا ایالت اړوند «سیمي وېلي» ښار کې یوه Vans RV-10 الوتکه د لوېدو په مهال په دوو کورونو لګېدلې او له امله یې پیلوټ وژل شوی.

چارواکو ویلي، پېښه پرون شنبه د یاد ښار په وود رانچ سیمه کې ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا ۲ بجو رامنځته شوې او دواړه ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، پر لوېدلې الوتکه د مازدیګر تر څلور نیمو بجو د اور لمبې پورته کېدلې.

فاکس نیوز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، الوتکه له جي فاکس هوايي ډګر څخه د کاماریلو هوايي ډګر په لور روانه وه خو د لامل په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د لوېدلو الوتکو له امله د تلفاتو سربېره امریکایانو ته ډېر مالي زیان هم اوښتی دی.

تړلي موضوعات