قطر د نتانیاهو وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې

قطر د نتانیاهو وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې نړۍ
د قطر بهرنیو چارو وزارت

د قطر بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د اسرائیلو لومړي وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي و، منځګړی قطر باید د غزې اوربند خبرو اترو کې دواړو خواوو سره لوبه کول ودروي.

 د قطر له لوري دا غبرګون داسې مهال ښودل کیږي، چې د اسرائیلو لومړي وزیر له دفتر څخه پرون شنبه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې قطر دې د غزې سولې برخه کې دوه ګونې لوبه پرېږدي او پرېکړه دې وکړي، چې له تمدن (اسرائیل) یا حماس سره په خوا کې دي.

 عرب نیوز د قطر بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، د منځګړیتوب هڅې یې د ټولو اړخونو په همغږۍ ترسره کېږي او موخه یې د جګړې درول دي او زیاتوي، چې د اسرائیلو لخوا د تمدن په نوم جګړه یوازې د ملکي خلکو وژلو ته پلمه ده، نه د تمدن څخه دفاع.

 سرچینې زیاته کړې، چې اشغالګر اسرائیل په غزه کې د لسګونه یرغمل شویو کسانو بېرته راستنېدل غواړي او  ټینګار کوي، چې حماس باید بې وسلې او په راتلونکي حکومتولۍ کې له هر ډول رول څخه محروم شي، دا هغه شرط دی چې حماس یې ردوي.

 یاده دې وي، چې اسرائیلو له لوري پر غزې روانه جګړه له مودو راهیسې د ګڼو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو له لوري غندل شوې او دا یې د ټولو نړېوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

تړلي موضوعات