د یمن بالستیک توغندي د امریکا پرمختللي دفاعي سیسټمونه ناکام کړل
د یمن حوثي ځواکونو نن سهار د اسرائیلي اشغالګرو بن ګوریون نړېوال هوایي ډګر د هايپرسونیک بالستیک توغندي په وسیله په نښه کړ.
د حوثي وسلوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې دې بالستیک توغندي د امریکا تر ټولو پرمختللي « تاډ او تیر۳» دفاعي سیسټمونه ناکام کړل.
ښاغلي سریع ویلي، چې دې توغندي په بریالیتوب د اسرائیلو بن ګوریون نړېوال هوايي ډګر وویشت.
یحیی سریع نړېوالو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې یاد هوايي ډګر ته له الوتنو ډډه وکړي ځکه خوندي نه دی.
له ویشتل شوي بن ګوریون څخه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې دې توغندي ګڼ زیانونه اړولي دي.
بلخوا تر دې برید وروسته د صهیونیستي اشغالګر رژیم مشر نتانیاهو بېړنۍ غونډه راغوښتې.
د یادونې ده، چې پر غزې د اشغالګرو د وحشیانه یرغل او بریدونو وروسته تر دې دمه یوازینی هېواد یمن دی چې پر اسرائیلو سخت بالستیک توغندیز بریدونه کوي او اسرائیل یې وارخطا کړي.