امریکا کې د مېلمستیا په مهال ډزو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا ټکساس ایالت اړوند هیوسټن ښار کې د یوې مېلمستیا په مهال یوه نابللي مېلمه له لوري پر خلکو ډزې شوې، چې له امله یې یو تن مړ او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د خبر په بنسټ، پېښه پرون یکشنبې ورځ په ځايي وخت شاوخوا یوه بجه رامنځته شوې او بریدګر له ډزو وروسته سیمه پریښې ده.
د هیوسټن پولیسو ادارې پرون مازدیګر مهال په یوه اعلامیه کې ویلي، وژل شوی کس د ۱۸ کلونو عمر لري او پاتې ټول ټپیان د ۱۶ تر ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لري.
امنیتي ادارو ویلي، د بریدګر پر نېولو تر اوسه لا نه دي بریالي شوي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د چړو، ډزو او نورې جنايي پېښې زیاتې شوې او ګڼ امریکایان یې په تړاو اندېښمن دي.