ګڼ امریکایان د ټرمپ سیاستونو له امله له امریکا د وتلو پلان لري

ګڼ امریکایان د ټرمپ سیاستونو له امله له امریکا د وتلو پلان لري نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس د معلوماتو په بنسټ، سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ بیا راستنېدو سره د نوموړي له لوري د پالیسیو له بدلون سره ګڼ امریکایان اروپایي هېوادونو ته د کډوالۍ په لټه کې دي.

 اژانس د کډوالو انتقال اتو شرکتونو معلوماتو په بنسټ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا واکمنۍ راهیسې د امریکايي وګړو د نقل مکان غوښتنلیکونه او پوښتنلیکونه زیات شوي او د مېشتېدنې ځایونو په اړه معلومات غواړي.

 رویټرز د راټول شویو معلوماتو په بنسټ وايي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ایرلینډي پاسپورټونو لپاره د امریکا غوښتنلیکونه په یوه لسیزه کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

 د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د امریکایانو لخوا په جنوري او فبروري میاشتو کې غوښتنلیکونه نږدې ۴۳۰۰ وو، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۶۰ سلنه لوړ وو.

 فرانسې هم ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امریکایانو لخوا د اوږد مهاله ویزو لپاره  ۲۳۸۳  غوښتنې شوې او ویلي دي، چې دغه شمېره بیا د تېر ۲۰۲۴ کال په پرتله لوړه ده.

 هېره دې نه وي، چې د ټرمپ وروستیو اقداماتو پلې کېدو سره نه یوازې په کور دننه بلکې د اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته غبرګونونه ښودل کیږي او پرېکړې یې غندل کیږي.

تړلي موضوعات