روانه اوونۍ به د ایران او امریکایي پلاوي ترمنځ څلورم پړاو خبرې وشي

روانه اوونۍ به د ایران او امریکایي پلاوي ترمنځ څلورم پړاو خبرې وشي نړۍ
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو څلورم پړاو

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، روانې اوونۍ کې یې له ایراني پلاوي سره څلورم پړاو خبرې پلان کړې دي.

یورو نیوز خبر ورکړی، چې ویټکاف د خبرو فضا مثبته بللې او ویلي یې دي، امریکا ډیپلوماټیکه حل لاره مهم ګڼي.

نوموړي ویلي، که چیرې روانه اوونۍ خبرې ونه شي لامل یې منځني ختیځ ته د ولسمشر ټرمپ سفر سره هم مهاله والی دی.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روانې مۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

تړلي موضوعات