غزه کې په اوسط ډول هرو ۴۰ دقیقو کې یو ماشوم شهید شوی

غزه کې په اوسط ډول هرو ۴۰ دقیقو کې یو ماشوم شهید شوی نړۍ
د غزې ماشومان د جګړې په اور کې

غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راپدېخوا د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۶ زره ۲۷۸ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي، چې دا په اوسط ډول په هرو ۴۰ دقیقو کې یو ماشوم دی.

الجزیرې ټلوېزیون دغه خبر خپور کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاد وزارت پرون دوشنبه غزه کې د ماشومانو لپاره یو نړېوال کمپاین پیل کړی، چې هدف یې د نړېوالو همدردۍ او ملاتړ راجلبول دي.

سرچینې د دغه وزارت له لوري د معلوماتو په بنسټ ویلي، چې د جګړې په مهال دنیا ته راغلي ۳۱۱ تنه ماشومان هم شهیدان شوې دي.

د ماشومانو ژغورنې سازمان په وروستي راپور کې ویلي، د غزې ماشومان د روانې پېړۍ تر ټولو بد ناورین تجربه کوي او ټینګار یې کړی که د دې ناورین مخنیوي ونه شي، په راتلونکي نسل به یې اوږدمهاله اغېزې پاتې شي.

غزه کې د روغتیا وزارت له لوري د ماشومانو ژغورنې هڅې داسې مهال پیل شوې، چې تازه د اسرائیلو امنیتي کابینې د غزې د نیولو پلان تصویب کړی او صهیونېست چارواکو ویلي، چې په دغه پلان کې د غزې نیول او د هغو سیمو کنټرول شامل دی.

تړلي موضوعات