د سوریې اوسني دولت مشر فرانسې ته سفر کوي
د فرانسې ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې د سوریې نوي دولت مشر احمد الشرع به چهارشنبه پاریس کې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري.
فرانس ۲۴ رسنۍ دغه خبر خپور کړی او د سرچینو له قوله یې ویلي، چې فرانسې ته د الشرع لومړي سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې او د اړیکو پیاوړي کول دي.
سوریه کې د بشرالاسد رژیم له نسکورېدو وروسته د سوریې دولت مشر الشرع پر دوی د بندیزونو لرې کولو او له هېوادونو سره د اړیکو بیا ټینګېدو په موخه تر دې وړاندې سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته تللی و.