یوه اوونۍ کې د امریکا دویمه جنګي جیټ الوتکه نسکوره شوې
د امریکا سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې سور سمندرګي کې یوه بله امریکایي اېف اې ۱۸ سوپر هورنت جنګي الوتکه «د هري ایس ټرومن» هوایي بېړۍ څخه نسکوره شوې.
د سرچینې په خبره، دا الوتکه د ناستې پر مهال له ستونزې سره مخ شوه، چې له کبله یې پیلوټان اړ شول بېړنۍ وتنه وکړي.
سرچینې ویلي، د الوتکې دواړه سورلۍ ژغورل شوې دي.
د یادونې ده، دا په تېره یوه اوونۍ کې په سور سمندرګي کې د ۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د امریکا دویمه جیټ الوتکه ده، چې نسکورېږي.