کاناډا د پلور لپاره نه ده
سپینې ماڼۍ ته د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له سفر سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرېکړه، چې له مخې یې کاناډا باید د امریکا ۵۱م ایالت شي، په کلکه رد کړه او ویلي دي، چې کاناډا د پلور لپاره نه ده.
رویټرز خبري اژانس وايي، په پرونۍ مخامخ خبرو کې کارني له ټرمپ غوښتي، چې کاناډا ته د ۵۱م ایالت په توګه اشاره کول ودروي او زیاته کړې یې ده، چې ځینې ځایونه د پلور لپاره نه وي.
ټرمپ د کارني خبرو ته په ځواب کې وايي، هېڅکله مه وایه هېڅکله.
کارني چې د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګریز کړکېچ په مهال لومړی وزیر شوی، په مکرر ډول د ټرمپ کړنې خیانت بللی دی او د مدغم کېدو مفکوره یې په کلکه رد کړې.
سي اېن اېن ټلوېزیون د یادې ناستې په تړاو لیکلي، ټرمپ د یوې بې بنسټه ادعا له مخې ویلي، چې امریکا هر کال کاناډا ته ۲۰۰ ملیارده ډالره او نور نظامي توکي وړیا ورکوي او زیاته کړې ده، چې امریکا پرته له ملګرتیا د دوی موټرو، انرژۍ او نورو توکو ته اړتیا نه لري.