د اسرائیلو دیموکرات ګوند مشر: اقتصاد په سقوط کې ده خو حکومت د غزې اشغال خوبونه ویني
اسرائیلو کې د دیموکرات ګوند مشر یائیر گولان خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو اقتصاد د سقوط په درشل کې ده او په دې برخه کې یې د مالیې وزیر په ویجاړۍ تورن کړی.
المیادین رسنۍ د ګولان په حواله ویلي، د مالیې وزیر سموتریچ د ورانکارۍ او الحاق وزیر دی نه د مالیې.
نوموړي د غزې اشغال ته په اشارې ویلي، حکومت د غزې اشغال خوبونه ویني او یرغمل شوي کسان نامعلوم برخلیک ته پرېږدي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې اشغالګر اسرائیل غزې تړانګه کې له حماس جهادي غورځنګ سره مخامخ جګړه کې یو ځل ناکام، خو تازه یې بیا دغې تړانګه کې د حماس سره مقابلې او یرغمل شویو کسانو خوشې کولو په موخه د عملیاتو پیلول تصویب کړي.