کابل نن شنبه د درې اړخیزې ناستې کوربه دی

کابل نن شنبه د درې اړخیزې ناستې کوربه دی سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د راپورونو له مخې نن شنبه کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د ځانګړو استازو درې اړخیزه ناسته کېږي.

راپورونه کاږي، چې په همدې موخه د افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي کابل ته رارسېدلي دي.

ویل کیږي دې ناسته کې به تېر کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیز میکانیزم خبرې اترې وشي.

وړاندې له دې هم د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې اړخیز میکانیزم پنځه غونډې شوې، چې د سیاسي، او اقتصادي همکاریو  پر ګډ کار کولو ژمنې په‌کې شوې وې.

تړلي موضوعات