د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو سبا عمان کې پیلیږي

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو سبا عمان کې پیلیږي نړۍ
د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خبرې اترې

رویټرز خبري اژانس وايي، ایران او امریکا به سبا یکشنبه د اټومي پروګرام په اړه ځنډول شوې خبرې اترې بیا پیل کړي.

اژانس وايي، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون جمعه تایید کړې، چې د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو څلورم پړاو به سبا عمان کې ترسره کړي او زیاته کړې ده، چې له امریکا سره په دې اړه خبرې اترې مخ په وړاندې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اټومي پروګرام مخنیوي په موخه ګواښ کړی، کچېرې تهران ورسره نوې موافقه ونکړي نو بې مخینې بمبارۍ به پرې وکړي.

راپور کې د یوې باخبره سرچینې په حواله راغلي، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف به هم په دغه پړاو کې د ګډون لپاره عمان ته ولاړ شي.

د ایران اټومي پروګرام په اړه د غیر مستقیمو خبرو څلورم پړاو، چې د روانې میاشتې په درېیمه نېټه په روم کې ټاکل شوی و، د یو لړ دلایلو له امله وځنډېد.

تړلي موضوعات