کولمبيا پوهنتون غزه کې د نسل وژنې ضد فعالو ۶۵ محصلانو زده کړې ځنډولې دي
امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال خبر ورکړی، چې کولمبيا پوهنتون وروسته له هغه د ۶۵ محصلانو زدهکړې ځنډولې دي، چې تېره چهارشنبه يې د پوهنتون په لوی کتابتون کې دننه فلسطين کې د نسل وژنې په ضد يوه لاريون کې برخه واخيسته.
ورځپاڼې د پوهنتون د يوه چارواکي له خولې ليکلي، چې دا محصلان به د تحصيلي کال په پای ازموينو کې له ګډون او پوهنتون ته له ننوتو منعه کړل شي.
دوی يوازې کولی شي چې خپلو ليليو ته تګ راتګ وکړي. دغه راز هغه محصلان چې د تحصيل وروستی کال يې دی؛ د فراغت غونډه کې ګډون نه شي کولی.
کولمبيا پوهنتون په دې سربېره په ۳۳ نورو محصلانو هم بنديز لګولی، چې د نورو پوهنتونونو محصلان او فارغ محصلان دي، دوی هم غزه کې د اسرائيلو د نسل وژنې ضد وروستي لاريون کې برخه اخيستې وه.
ورځپاڼې يادونه کړې ده، چې د کولمبيا پوهنتون دا اقدامات په داسې حال کې دي، چې دا پوهنتون د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د فدرالي تمويل او پوهنتوني خپلواکۍ اړوند خبرې اترې کوي.
د ټرمپ ادارې وروسته له هغه په پوهنتونونو او تعليمي مراکزو فشار ډېر کړی، چې محصلانو غزه کې د اسرائيلو له لوري د فلسطينيانو د نسل وژنې په ضد پراخ لاريونونه پيل کړل او اسرائيلو سره د پرېکون غوښتنې يې وکړې.
د غزې د جګړې په ضد امريکا او نوره نړۍ کې لاريونونه له کولمبيا پوهنتونه پيل شول او له ۵۰ ډېرو پوهنتونونو ته وغځېدل، پوليسو د دې لاريونونو په ترڅ کې تر اوسه له درېيو زرو ډېر وګړي بنديان کړي دي، چې ډېری يې محصلان او د تدريسي پلاوي غړي دي.
الجزيره عربي وړاندې د ځينو امريکايي پوهنتونونو د چارواکو له خولې ويلي وو، چې امريکايي ولسمشر غواړي په داسې کولو په پوهنتونونو ولکه ټينګه کړي.
د امريکا حکومت وړاندې په يوه بله پرېکړه کې هم وروسته له هغه هارورډ پوهنتون سره د ۲.۲ مليارد ډالرو د مرستې له کنګل کولو خبر ورکړ، چې دې پوهنتون ورسره د غزې په ضد جګړه کې له ګډونه انکار وکړ.
د ټرمپ ادارې په ورته وخت کې له امريکا څخه د ټولو هغو محصلينو او پوهانو د شړلو پرېکړه هم کړې ده، چې د غزې په ننګه يا د اسرائيلي اشغال په ضد يې کومه خبره يا فعاليت کړی وي.
په ورته وخت کې د امريکا د پوهنې وزارت خپلې مرستې په همدې پورې تړلې بللې او ويلي دي: «اوس د دې وخت دی چې پوهنتونونه د دې ستونزې په ضد په جدي ډول د پام وړ ګامونه پورته کړي او هدفي بدلون ته پابند پاتې شي، که چېرې غواړي چې د ماليه ورکوونکو له ملاتړه برخمن اوسي».