بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه

بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه سیاست
بهرنیو چارو وزارت کې درې اړخیزه ناسته

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره وکتل.

 وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان - چین - پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب او راتلونکې شپږمې ناستې، همدارنگه د افغانستان د گاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې پنځمې غونډې، سیاسي او اقتصادي‌ همکاریو بحثونه وشول.

 ناسته کې ښاغلي امیرخان متقي له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي وبللې او هیله یې وښودله، چې په راتلونکي‌ کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختگونه وشي.

 د چین او پاکستان ځانگړو استازو افغانستان سره د ښه گاونډیتوب او متقابل احترام په اساس د اړیکو د لا پرمختگ ژمنه وکړه. همداراز، د بحثونو په نتیجه کې لوریو توافق وکړ چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډيالوگ شپږمه ناسته به په کابل کې دایرېږي او هم به د افغانستان د گاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې لپاره چمتووالی نیسي.

 د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله اېکس پاڼه د یادې ناستې په اړه ویلي، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په کوربه توب ترسره شوې ناسته کې د درې واړو هېوادونو چارواکو د اقتصادي، امنيتي او سيمه ييز ثبات په همکارۍ خبرې وشوې.

تړلي موضوعات