ټرمپ رسما د يمن حوثیانو پر وړاندې د عملياتو د درولو اعلان وکړ
الجزېرې ټلوېزيون خبر ورکړى، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسما د يمن انصار الله حوثي ځواکونو پر وړاندې د عملياتو د درولو اعلان وکړ.
ټرمپ داسې مهال پر يمن د خپلو بريدونو د درولو پرېکړه کړې، چې تر دې وړاندې رويټرز خبر ورکړى و، امريکا يمن کې پر حوثي ځواکونو بمباري دروي او حوثي ځواکونو هوکړه کړې، چې نور د امريکا په کښتيو بريدونه نه کوي.
پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو له یرغل او هلته له پراخو وحشتونو وروسته حوثي ځواکونو د اسرائیلو او د دوی د لوی ملاتړي امریکا ګڼې بېړۍ په سور سمندرګي کې په نښه کړې، چې دواړو هېوادونو ته یمن یو لوی سرخوږی جوړ شو.
په ورته مهال اشغالګرو اسرائیلو ویلي، د امریکا او حوثیانو تر منځ هوکړه په دوی پورې اړه نه لري او پر حوثیانو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
بلخوا حوثي ځواکونو هم پر اسرائیلي اشغالګرو او د هغوۍ په بېړیو د بریدونو درولو په اړه څه نه دي ویلي، چې څو ورځې وړاندې حوثیانو یوه بالستیک توغندي پر مټ د اسرائیلو مهم هوايي ډګر وویشت.
یاده دې وي، چې ټرمپ د بیا واکمنۍ په اوږدو کې د تېرې مارچ میاشت کې یمن کې په حوثي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړ، چې له امله یې سلګونه یمني خلکو ژوند له لاسه ورکړ.