چین د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، امیر خان متقي د اسلامي امارت د چین دوامداره ملاتړ هرکلی کړی او د کابل او بیجینګ ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه ستایلي دي.
بلخوا د چین ځانګړي استازي ویلي، هېواد به یې په نړېواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې له خپلې ونډې درېغ ونه کړي.
یو شیایو یونګ د روانې مۍ میاشتې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له لوري ښاغلي متقي ته د رسمي سفر بلنه ورکړې، چې افغان لوري هم منلې.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د درې اړخیزې ناستې په موخه کابل ته په سفر راغلی دی.