پوتین د اوکرایین سولې لپاره د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی

پوتین د اوکرایین سولې لپاره د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی نړۍ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکرایین ته دخبرو وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له درې کلنې جګړې وروسته د اوکرایین سولې لپاره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

 رویټرز خبري اژانس د خبر په بنسټ، پوتین دغه وړاندیز د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال کړی دی او زیاته کړې ده، چې دغه خبرې باید د مۍ په ۱۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شي.

 راپور کې د نوموړي له قوله راغلي، چې روسیه په استانبول کې د اوکرایین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کوي څو د شخړې اصلي لاملونه له منځه یوسي او زیاته کړې ده، چې دغه خبرې به د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

 پوتین زیاته کړې، د دې خبرو اسانتیا لپاره به دی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم خبرې وکړي او زیاته کړې یې ده، چې له اردوغان سره په دې اړه خبرې کول به دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

 اژانس وايي، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د بهرنیو چارو وزارت یې د روسیې لخوا دغه وړاندیز په اړه نظر نه دی ورکړی.

 د روسیې او اوکرایین ترمنځ د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې جګړه پیل شوه چې په مهال یې تر دې دمه د دواړو هېوادونه زرګونه سرتېري وژل شوي دي او دواړو لوریو ته درانه مالي زیانونه اوښتي.

تړلي موضوعات