د سرطان روغتون د وسایلو په اړه له نړېوال سازمان سره خبرې شوې
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړېوال سازمان له مشر ایډون سینیزا سلاوډر او افغانستان لپاره د دغه سازمان د پولیو ټیم له مشر مندیپ راټي سره کتلي.
عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، د لیدنې په مهال په افغانستان کې د دغه سازمان پر خدماتو، اړونده برخه کې د شته ستونزو حل او روغتیايي سېسټم پیاوړتیا، هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو پر ملاتړ، د تطبیق کوونکو مؤسساتو د خدماتو پر کیفیت او نړېوالو مرستو په جلب خبرې وشوې.
لیدنه کې ښاغلي جلالي، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، د سرطان ناروغانو د درملنې روغتون لپاره پر تجهیزاتو او په هېواد کې د انتاني روغتونونو، چې نږدې ۳۵۰ بستره کېږي د خدماتو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
ناسته کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړېوال سازمان او پولیو د محوې ټیم مشرانو خپلو دوامداره همکاریو ته په اشاري د روغتیا برخې د پیاوړي کولو، مرستو جلب او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.