د کردستان کارګر ګوند له ترکي حکومت سره د منحل کېدو اعلان وکړ

د کردستان کارګر ګوند له ترکي حکومت سره د منحل کېدو اعلان وکړ نړۍ
د ترکیې کارګر ګوند منحل اعلان شو

الجزیرې ټلوېزیون د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د کردستان کارګرانو ګوند (PKK) د ترکیې حکومت سره منحل شوی او د ترکي حکومت پر وړاندې یې د خپلې وسلوالې مبارزې د پای اعلان کړی دی.

دغه ګوند چې په ۱۳۵۷ کال کې د عبدالله اوجولان په مشرۍ جوړ شو له لسیزو راهیسې د ترکیې له حکومت سره جګړه کې ښکېل و، چې دا مهال یې خپلې مبارزې ته د پای ټکی کېښود.

سرچینې د دغه ګوند د منحل کېدو او پر ځمکه د خپلو وسلو کېښودو شرایط او معلومات نه دي ورکړي.

د امریکا له ملاتړه یوې برخمنې رسنۍ ویلي، چې د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکیې، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی ګوند دی.

رسنۍ وايي، ترکیه کې د کردستان ګوند منحلېدل وروسته له هغې پیل شول، چې بنسټ اېښودونکي یې د ۱۴۰۳ کال د کب په نهمه په یوه پیغام کې د دغې وسلوالې ډلې له غړو غوښتي وو، چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او زیاته کړې وه، چې دغه ګوند باید منحل شي.

تړلي موضوعات