امریکا او چین د تعرفو په موقت ټیټېدو هوکړې ته رسېدلي
سویس کې د امریکا او چین ترمنځ تر خبرو اترو وروسته دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د یو بل پر سوداګریزو توکو به تعرفې راکموي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دې هوکړې له مخې دواړو هېوادونه پرېکړه کړې، چې متقابلې تعرفې به د ۹۰ورځو لپاره ځنډوي او د تعرفو نرخونه به ۱۰ سلنې ته راکموي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ له چین سره تر خبرو ورسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دغه اقدام به د تاوتریخوالي کمېدو او د دواړو لوریو ترمنځ سوداګرۍ بیرته پیل کې مرسته وکړي.
دغه هوکړې وروسته له هغې کیږي، چې د نړۍ د دې دواړو اقتصادي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې جګړې شاوخوا ۶۰۰ میلیارد ډالره دوه اړخیزه سوداګري درولې او د نړۍ اقتصادي رکود په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.