د اسرائیلو ۱۳ چېنل: د نتنیاهو له هڅو سره سره د تل ابیب او واشنګټن اړیکې ترېنګلي شوې

د اسرائیلو ۱۳ چېنل: د نتنیاهو له هڅو سره سره د تل ابیب او واشنګټن اړیکې ترېنګلي شوې نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو ۱۳ چېنل خبر ورکړی، چې نتنیاهو د یو امنیتي غونډې پر مهال ویلي، د ټرمپ د دولت دغه فشار د یوې لویې هوکړې لپاره دی.

بلخوا فاکس نیوز هم د اسرائیلو د اطلاعاتو پخواني چارواکي له قوله ویلي، چې ټرمپ تر ډېره بریده اسرائیلو ته شا کړې.

د فاکس نیوز د خبر له مخې د اشغالګر اسرائیلو دولت د حوثیانو پر وړاندې د خجالت احساس کوي.

د راپورونو له مخې د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترېنګلي شوې، چې امریکا د حماس په ننګه جنګېدونکو حوثي ځواکونو خپل بریدونه ودرول او په مقابل کې یې حوثیانو هم پر امریکايي کښتیو بریدونه درولي دي.

تر دې هوکړې وروسته حوثي ځواکونو وویل، چې د اسرائیلو پر وړاندې به یې جګړه دوام وکړي.

تړلي موضوعات