د روغتیا نړېوال سازمان: غزه کې روانه لوږه به په ټول نسل دوامداره اغېزې ولري

د روغتیا نړېوال سازمان: غزه کې روانه لوږه به په ټول نسل دوامداره اغېزې ولري   نړۍ
انځور ارشیف

فلسطین کې د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) استازو نن سه شنبه ویلي، چې غزه کې د خوارځواکۍ ګراف په لوړېدو ده او لوږه کولای شي په ټول نسل دوامداره اغېزې ولري. 

فلسطین کې د یاد سازمان استازی رېک پیپرکورن غزه کې روانې لوږې ته په اشارې وایي، په روغتونونو کې یې داسې ماشومان ولیدل چې تر عمر واړه ښکارېدل.

رویټرز په خپل راپور کې وايي، نوموړي دغه خبرې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال کړې دي او هلته یې د مېشت خلکو وضعیت، د نسل کمزورې ودې، او خوراځواکۍ ته په اشارې خبرداري کې ویلي، که چېرې پوره خواړه او پاکې اوبه او همدا راز روغتیايي خدمات ونه رسېږي یو پوره نسل به یې له امله دایمي اغېزمن شي.

یاده دې وي، چې غزه کې د اسرائیلو له لوري د کلابندۍ  کابو ۷۲ ورځې ووتې چې په مهال یې د لوږې له امله د مړو شمېر شاوخوا ۶۰ کسانو ته لوړ او ۶۰ زره نور کسان بیا په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

تړلي موضوعات