د افغانستان اسلامي امارت: د امریکا کورني امنیت وزارت وروستۍ پرېکړه مثبت ګام دی
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا کورني امنیت وزارت د هغې وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی چې ویلي یې دي، افغانستان امن دی او اقتصاد یې د ثبات په لوري تللی دی.
د افغانستات بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت ګام دی او د شته حقایقو درک دی، چې افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپېریال ښه والی تائیدوي.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا د اسلامي امارت له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو کې په لړ کې د مثبتو لاسته راوړونو په هکله د امریکا څرګند اعتراف دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت امریکا او نورو هېوادونو کې د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه چې کوربه هېوادونو کې د پاتې کېدو شرایط نه پوره کوي د رغنده خبرو لپاره چمتو دی.
بهرنیو چارو وزارت د دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو په اهمیت ټینګار کړی چې له منل شویو معیارونو سره سم د پېچلتیاوو مخنیوی وکړي.
د یادونې ده، چې د امریکا کورني امنیت وزارت د مۍ میاشتې په ۲۰مه د افغانانو لپاره د لنډ مهالي خوندیتوب د پای ته رسولو پرېکړه هم کړې، چې د جولای تر ۱۳مې به عملي شي.