ټرمپ پر سوریې لګېدلي ټول بندیزونه لغوه کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان کې د یوې وینا په مهال ویلي، چې پر سوریې د دوی لخوا لګېدلي ټول بندیزونه لرې کوي.
رويټرز خبري اژانس د راپور په بنسټ، نوموړي دغه خبرې پرون سه شنبه د سعودي عربستان چارواکو سره د لیدنې په مهال وکړې.
رویټرز د سپینې ماڼۍ په حواله لیکلي، چې امریکا له سعودي عربستان سره د نږدې ۱۴۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو هوکړه هم کړې ده.
راپور کې راغلي، ټاکل شوې سعودي عربستان په امریکا کې د ۶۰۰ ملیارده ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې ټرمپ په دې سفر کې اسرائیلو د تګ نېت نه لري.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر قطر ته له سفر وړاندې د سوریې اوسني دولت مشر احمد الشرع سره وګوري.
ټرمپ ویلي، له الشرع سره د لیدنې پرېکړه یې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅونه ده.
یاده دې وي، چې په سوریې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري بندیزونه د بشر الاسد رژیم په مهال لګېدلي و، چې دا مهال یې د لرې کېدو هڅې روانې دي.