ټرمپ سعودي ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ کومې لاسته راوړنې لري؟

ټرمپ سعودي ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ کومې لاسته راوړنې لري؟ نړۍ
سعودي عربستان ته د ټرمپ سفر

په داسې حال کې چې منځني ختيځ ته د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر لومړۍ ورځ پای ته رسېدلې ده، رسنيو هغه مهمې خبرې راخيستې دي، چې ټرمپ سعودي کې په خپله لومړۍ ورځ پرې له سعودي چارواکو سره بحث کړی دی.

 

پانګونه

د سکای نيوز له راپور سره سم ټرمپ سعودي کې په لومړۍ ورځ له سعودي چارواکو سره د ۱۴۲ مليارد ډالرو په ارزښت د دفاعي سيستم د رامنځته کولو هوکړه کړې، چې رياض به په کې له واشنګټنه پرمختللي دفاعي سيستمونه پېري. ټرمپ دا د «سيمه‌ييز امنيت پياوړي کولو او له ګډو ننګونو سره د مبارزې» تر چتر لاندې بللې دي.

 

هغه دغه راز دې ته اشاره کړې چې دواړه هېوادونه د پانګونې برخه کې ګڼو هوکړو ته رسېدلي دي، چې ارزښت يې له ۴۰۰ مليارد ډالرو اوړي او سعودي کې به سترې زېربنايي پروژې په کې رامنځته شي، چې د ملک سلمان هوايي ډګر او ستر تفريحي ښارګوټی القديه هم په کې دي. د دې تر څنګ به سعودي امريکا کې په زېربنايي پروژو او د انرژۍ برخه کې هم پانګونې وکړي.

 

توندلارۍ سره مبارزه او د ثبات پياوړتيا

ټرمپ هلته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې: «سيمه به تر هغې امن نه شي، چې ملتونه يې د ترهګرۍ په ضد اوږه په اوږه و نه درېږي». هغه په اسلامي دولتونو غږ وکړ، چې «د توندلارۍ او تيارو د ځواکونو په ضد پاڅون وکړي».

امريکايي ولسمشر په ورته وخت کې عربي هېوادونو سره په ګډه رياض کې «د افراطي فکر پر ضد د مبارزې نړېوال مرکز» د پرانېستو اعلان هم وکړ، هغه ياده کړه چې دا چاره «د ترهګرۍ په ضد جګړه کې اساسي محور دی».

 

ابراهيمي تړونونه (Abraham Accords)

امريکايي ولسمشر وويل: «دا چې سعودي زموږ په کتار کې ودرېږي؛ دا به په منځني ختيځ کې يوه ځانګړې ورځ وي چې ټوله نړۍ يې ګوري، دوی به په داسې کولو زما هم لويه قدرداني وکړي او د ټولو هغو خلکو هم چې په کلکه يې له منځني ختيځه دفاع کړې ده».

ټرمپ زياته کړه، چې زه ډېر سخت هيله من يم چې سعودي په نږدې وخت کې اسرائيلو سره د اړيکو عادي کولو هوکړه لاسليک کړي، «خو تاسو به يې همغه وخت وکړئ چې تاسو ته مناسب ښکاري».

 

ټرمپ سعودي ته خپل سفر تاريخي بللی او څرګنده کړې يې ده چې «دا ما ته لوی وياړ دی چې دلته راشم او په دې توګه زما هرکلی وشي»، هغه ټينګار وکړ چې سعودي ته په لومړي سفر او اوسني سفر کې يې لوی توپير شته دی.

ټرمپ سعودي عربستان کې د بدلونونو راوستو برخه کې د ملک سلمان او شهزاده محمد بن سلمان هڅې ستايلې دي او دا يې يو لوی بدلون بللی دی.

 

#حریت راډیو

تړلي موضوعات