امریکايي استازي د غزې اوربند په موخه قطر ته ځي

امریکايي استازي د غزې اوربند په موخه قطر ته ځي نړۍ
غزې کې د اوربند هڅې امریکایي پلاوی قطر ته ځي

فاکس نیوز په خپل راپور کې د غزې ناوړه وضعیت ته په اشارې وايي، د غزې احتمالي اوربند په موخه د امریکا ځانګړي استازي قطر ته د خبرو لپاره سفر کوي.

 سرچینې په خپل راپور کې ویلي، په همدې موخه دوو امریکايي استازو د سه شنبې په ورځ تل ابیب کې د بندیانو د کورنیو غړو سره کتلي دي.

 منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او په نورو هېوادونو کې د امریکايي بندیانو د چارو استازی ادم بوهلر چې تل ابیب کې یې د بندیانو کورنۍ غړو سره کتلي، د الکساندر له خوشې کېدو وروسته د وینا په مهال وايي، «له حماس څخه د پاتې بندیانو خوشې کېدو ته ښه چانس دی» او زیاته کړې یې ده، چې په موخه یې قطر ته سفر کوي.

 قطر ته د امریکايي استازو د سفر خبر داسې مهال ورکړل شوی، چې د اسرائیلو لوموړي وزیر بنیامین نتانیاهو وړمه ورځ د اسرائیلو دفاعي ځواکونو له احتیاطي سرتېرو سره د لیدنې په مهال ویلي، په راتلونکو ورځو کې به په بشپړ ځواک سره د عملیاتو پیلولو ته ځي په خبره یې، «دا عملیات د حماس ماتول او له منځه وړل دي.»

 راپورونه وايي، اسرائیل اټکل کوي چې په غزه کې له حماس سره ۵۸ اسرائیلي بندیان پاتې دي، چې ۲۱ یې لا هم ژوندي دي.

تړلي موضوعات