ټرمپ او احمد الشرع سعودي عربستان کې سره کتلي

ټرمپ او احمد الشرع سعودي عربستان کې سره کتلي نړۍ
د امریکا ولسمشر سره د سوریې ولسمشر کتنه

د سپینې ماڼۍ چارواکو تائید کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا او خلیج تر سرمشریزې وړاندې په ریاض کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع سره کتلي دي.

که څه هم تر اوسه د دې کتنې جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ټرمپ ویلي، پر سوریې به لګېدلي بندیزونه لغوه کړي.

د راپورونو له مخې احمدالشرع به د امریکا ولسمشر ټرمپ، ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په  ګډون څلور اړخیزه ناسته کې کډون کړی.

تر دې وړاندې هم په راپورونو کې ویل شوي و، چې د امریکا ولسمشر به سعودي عربستان کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع سره وګوري.

تړلي موضوعات