سعودي او امریکا د غزې جګړې په درولو هوکړه کړې
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا ولسمشر سره یې غزه کې د جګړې بندولو، بندیانو خوشې کولو او د بشري مرستو په رسولو پر اړتیا هوکړه کړې.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ویلي، ټرمپ سعودي ته د خپل سفر په ترڅ کې د ستراتیژیکو همکاریو ژورتیا او د کړکېچونو د حل لپاره په جدي کار ټینګار کړی دی.
ریاض او واشنګټن داسې مهال غزه کې د جګړې په درولو هوکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې سعودي چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
بلخوا تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې غزه کې د جګړې پر دوام د نتنیاهو تر ټینګار وروسته د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ اختلافونه راپورته شوي دي.
یاده دې وي، چې ټرمپ تر سعودي وروسته قطر هېواد ته روان شو؛ راپورونه وايي، چې ښايي ټرمپ قطر کې د دې هوکړې او غزې جګړې درېدو اعلان وکړي.