د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې

د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې سیاست

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې افغان وزیر مولوي امیرخان متقي د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوې.

مولوي امیرخان متقي هند د سیمې مهم هېواد او له افغانستان سره يې اړیکې تاريخي بللې او هیله يې څرګنده کړې چې دا اړیکې لا پیاوړې شي.
وزارت زیاتوي، چې ښاغلي متقي همداراز افغان سوداګرو او ناروغانو ته د هند د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان بندیانو د خلاصېدو او هېواد ته د راستنولو غوښتنه کړې.

بلخوا د هند بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره د هند اړیکې تاریخي بللې او افغانستان سره یې د خپلو همکاریو د دوام سربېره په سیاسي او اقتصادي برخو کې پر ګډ کار ټينګار کړی.

یاده سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي جې شنکر د بندیانو قضیو ته د ژر رسېدنې او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو ژمنه وکړه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د چابهار بندر په پراختیا هم ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د کابل او نوي ډیلي ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه شوې؛ نوي ډيلي د اسلامي امارت ډيپلوماټان هم منلي دي او د افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

تړلي موضوعات