ملاعبدالغني برادر د موردوویا ولسمشر سره کتلي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ سره کتلي.
اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې دې کتنه اقتصادي مرستیال د کازان فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو خبرو کې د همکاریو رامنځته کولو لپاره ښه فرصت بللی.
ملاعبدالغني برادر ویلي، افغانستان چمتو دی چې موردوویا ته د افغانستان د بېلابېلو تولیداتو صادرات پیل کړي.
بلخوا د مردوویا ولسمشر هم دغه کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لپاره ښه فرصت بللی او د افغانستان مارکیټ کې یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د کازان ۱۶ نړېوال اقتصادي فورم کې د کډون په موخه د روسیې ښار ته تللی.