تېرو ۳۶ ساعتونو کې ۲۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي
غزه کې د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اشغالګر رژیم له لوري د فلسطینیانو نسل وژنې پر دوام تېرو ۳۶ ساعتونو کې ۲۵۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
الجزیرې ټلوېزیون د یاد وزارت له قوله لیکلي، چې اسرائیلو په بشپړ ډول د غزې نیولو لپاره له پرمختللیو او په نړۍواله کچه ممنوعه وسلو کار اخلي.
د غزې روغتیا وزارت همداراز ویلي، د طبي پرسونل او روغتیایي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د یادونې ده، چې غزه کې د ۲۰۲۳ کال اکټوبر له پیله تر اوسه جګړو کې ۵۳ زره او ۱۰ تنه شهیدان او ۱۱۹ زره او ۹۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
ورته مهال اشغالګر رژیم د غزې تړانګې د بشړ نیولو په موخه ځمکني او هوایي بریدونه زیات کړې دي.
بلخوا بیا حماس جهادي غورځنګ پر نړېوالې ټولنې غږ کړی، چې اسرائیل دي غزه کې له نسل وژني را وګرځوي او حساب ته دې کېنوي.