د بهرنیو چارو وزیر په رسمي سفر ایران ته لاړ
بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپل ایراني سیال په رسمي بلنه د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته روان شو.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، له ښاغلي متقي سره دې سفر کې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري هم ملتیا کوي.
د باید وزارت د معلوماتو له مخې امیرخان متقي به د دې سفر په ترڅ کې د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ خپل ایراني سیال عباس عراقچي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ورلري او پر دوو اړخیزو اړیکو به خبرې وکړي.