امریکا کې د رالوتې بړبوکۍ له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امریکا کې د رالوتې بړبوکۍ له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
امریکا کې د بوړبوکۍ له کبله اوښتي زیانونه

د امریکا میزوري ایالت اړوند سېنټ لوئیس ښار کې د رالوتې بړبوکۍ له امله ۵ تنه مړه او ۳۵ نور ټپیان شوې دي.

 اېن بي سي نیوز د راپور په بنسټ یاد ایالت کې پرون جمعه د رالوتلې بړبوکۍ له امه له ۵ زره ډېرې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

 راپور کې راغلي، چې بړبوکۍ په سیمه ییز وخت پرون وروسته له غرمې شاوخوا ۲ بجې رالوتلې ده، چې له امله یې ولاړې ونې غورځېدلي او د برېښنا مزي پرې کړې دي.

 ځايي چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د رالوتې بړبوکۍ له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان بې برېښنا شوې او د ښار شمالي لوري کې د شپې له نهو د سهار تر شپږو بجو پورې ګرځبندیز اعلان شوی.

 هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا ایالتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

تړلي موضوعات