د ملګرو ملتونو سرمنشي: ژبه د غزې وضعیت نه شي بیانولی

د ملګرو ملتونو سرمنشي: ژبه د غزې وضعیت نه شي بیانولی نړۍ
غزه کې روان ناوړه وضعیت د ملګرو ملتو سرمنشي چوپتیا ماتولو ته اړ کړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې ناوړه وضعیت ته په اشارې ویلي، پر غزې د لوږې او کلابندۍ پالیسي د نړېوال قانون سپکاوی دی.

نوموړی زیاتوي، په غزه کې د فلسطینیانو وضعیت د بیان له ژبې پورته ، له وحشت ډک او غیر انساني دی.

ګوتریش غزه کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي، د بشري مرستو پر مخ دې ژر تر ژره لارې خوشې شي.

نوموړي غزه کې د فلسطین خلکو سخت حالت ته په کتو ویلي ، نور هغه وخت رارسېدلی چې سم او عادلانه ګام واخلو.

نوموړي دغه خبرې نن شنبه په خپله اېکس پاڼه داسې مهال کړې دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۱۴۶ تنه فلسطینیان شهیدان شوي.

پر غزې د اسرائیلو له لوري نن د کلابندۍ ۷۵ مه ورځ ده، چې د ماشومانو، ښځو او لویانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسان له لوږې مړه او لسګونه زره نور ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

تړلي موضوعات